په منځنیو پېړیو کې اروپایان د کلیسا او کلیسایي نظریاتو له استبداد او ناوړه کړنو څخه تر پوزې راغلي وو. د کلیسا له لوري دیني، سیاسي، فکري او ټولنیز استبداد خپل اوج ته رسېدلی و. هغه مهال اروپا ته د اندلس له لارې د مسلمانو لیکوالو د کتابونو تګ، په اروپا کې د اسلامي تمدن او ثقافت خپراوی، په زیاتره صلیبو جګړو کې د مسیحیانو ماتې او له اسلامي ټولنو سره د دوی تعامل، د کلیسا ظلمونو او د څار محکمو بالاخره خلک اړ کړل چې د کلیسایي دین او کلیسا پر ضد غږ پورته کړي.
د کلیسا پر ضد لومړی حرکت د رېنسانس خوځښت و، ورپسې د دینې اصلاح (Religious reform) خوځښت پیل شو او له دې وروسته د ساینس، علمي فلسفې او کلیسا تر منځ بېلابېل کشکمشونه رامنځ ته شوي دي او پوړۍ په پوړۍ یې انسان له زړو دودونو، خرافاتو او د کلیسا له استبداده د نوي ژوند پړاو ته ننهایستی دی.
کله چې د کلیسا او ساینس تر منځ ټکر پيل شو او ساینسپوهانو پر ټولو هغو بنسټونو نیوکه وکړه چې د کلیسايي نظام ودانۍ پرې ولاړه وه، نو عقلاني څپه هم په ښه زور کې د کلیسایي نظریاتو او فرهنګ پر ضد راپاڅېده. د دې عقلاني څپې مخالفت یوازې تر کلیسا رامحدود نشو، بلکې له دین سره یې هم راواخيسته او په پایله کې یې ډېر خلک ملحدان شول.
د ماډرنېزم چې د بېلابېلو فکري خوځښتونو ټولګه ده، یوه ځانګړنه دا ده چې انسان د هرڅه محور بولي، تر دې (له رېنسانسه) وړاندې په ټولنه کې د ټول فرهنګ مرکزي ټکی خدای و، خو د هیومنېزم (چې د ماډرنېزم او رېنسانس یوه برخه ده) په راتګ سره څنډې ته شو او انسان له خپلو ټولو غوښتنو سره يوځای مرکز ته راغی.
د دې کتاب په لومړۍ برخه کې د ماډرنېزم، د ماډرنېزم د پیدایښت او د ماډرنېزم د ځانګړنو په اړه بحث شوی دی. ورپسې د پوسټماډرنېزم په اړه بحث راغلی. پوسټماډرنېزم د ماډرنېزم په پای ته رسېدو سر راپورته کړ؛ خو ځېنې وایي چې پوسټماډرنېزم له ماډرنېزمه بیل پړاو نه دی؛ بلکې دوام يې دی.
پوسټماډرنېزم څواړخیز فرهنګي خوځښت دی چې په ټولنه کې پر حاکمو دودونو او آرونو شک کوي. پوسټماډرنېزم هغه ټول آرونه چې ماډرنېزم د پرمختګ بنسټونه ګڼل او د ژوند په ټولو برخو کې یې د عقل او استدلال پر واک باور درلود، هسې دعوې ګڼي او پر ټولو شک کوي.
هندی پوه ګوپي چند نارنګ د پوسټماډرنېزم په اړه وایي: «پوسټماډرنېزم له هر ډول نظري دعوې سرغړاوی او پر تخلیقي آزادۍ ټینګار دی.»
په دې کتاب کې د پوسټماډرنېزم له پېژندنې نیولې د پوسټماډرنېزم د مفکرینو، په بېلابېلو برخو لکه هنر او ادبیاتو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنه او ښوونه روزنه کې د پوسټماډرنېزم ځانګړنو، د ماډرنېزم او پوسټماډرنېزم توپیرونو، په افغاني ټولنه کې پر پوسټماډرنېزم او دغه راز د ماډرنېزم، پوسټماډرنېزم او لوېدیځوالې پر توپیرونو باندې بحث شوی دی.
ماډرنېزم او پوسټماډرنېزم د اوسني عصر نوي موضوعات دي. که څه هم په دې اړه په نورو ژبو کې زیات آثار شته او په بېلابېلو برخو کې په دې اړه څېړنې شوې دي؛ خو په پښتو کې دا موضوعات نوي دي، ځکه تر دې دمه په دې برخه کې له ځینو لیکنو پرته کوم ځانګړی اثر نشته.
د کتاب لیکوال وايي، زما دا څېړنه به نیمګړتیاوې ولري، خو ډاډه یم چې په پښتو کې به د ماډرنېزم او پوسټماډرنېزم په برخه کې د یوه پیل حق ادا کړي. هیله لرم چې د پښتو ژبې او ادب نور لارویان هم خپلې ژبې ته په دې برخه کې یو څه ورکړي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.