هر څوک هیله لري چې روغ او ښکلي وېښتان ولري. د دې لپاره چې ښکلي او قوي وېښتان ولری، نو په خپل غذایي رژیم کې دغه خواړه ور زیات کړئ:
۱- پالک: پالک د ویټامین اې، ویټامین سي، اوسپنې، بیتا کروټینو او فلزاتو غوره سرچینه ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه مواد ستاسو وېښتان ښکلي او روغ ساتي.
۲- امروت : دا میوه هم له وېښتانو سره ډېره مرسته کوي، ځکه چې په زیاته کجه ویټامین سي لري او وېښته له ماتېدو ژغوري.
۳- هګۍ: د بیوټین په نوم د بي ویټامین لري چې د ويښتو د ودې لپاره مهم دي. د هګیو خوراک ستاسو وېښتانو ته غذا برابروي.
۴- نسک: نسک له فولیکو اسیدو مالامال دي. فولیک اسید هغه څه دي چې د وینې د سرو حجرو د روغتیا لپاره ورته وجود اړتیا لري. د وینې سرې حجرې کوپړۍ ته د اکسیجن رسول ښه کوي.
۵- بادام : په نړۍ کې ډېر خلک د بادامو تیل د وېښتانو غوړولو لپاره کاروي، خو د بادام منظم خوراک د بدن د ننه ستاسو د وېښتو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.



































