په داسې حال کې چې د کرونا ویروس خپرېدو د نړۍ پر مالي بازارونو اغېز کړی، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له کانګرېسه د دوه نیم میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.
سپینې ماڼۍ ویلي، دغه دوه نیم ملیارده ډالره چې ولسمشر ډونالد ټرمپ یې له کانګرېس غوښتنه کړې، یو میلیارد ډالر به یې د کرونا ویروس پر وړاندې پر واکسین جوړولو او له دغه ویروس د خلکو د ساتنې پر چارو ولګېږي.
د سپینې ماڼۍ د بودجې د څانګې ویاندې راچل سیمیل ویلي، پاتې یو نیم میلیارد ډالر به د دغه ویروس پر وړاندې د تیاریو او نورو فعالیتونو او د وسایلو او تجهیزاتو پر رانیولو ولګېږي.
ټرمپ دغه اقدام داسې مهال کړی چې په نړۍ کې د دغه ویروس خپرېدو د اسهامو پر نړیوالو مارکېټونو ډېر اغېز کړی دی.
د والسټریټ بازار په ګډون، د نړۍ د ډېرو بازارونو اسهام رالوېدلي او د تېلو بیې هم ډېرې راټیټې شوې دي. دغه راز په ټوله نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۸۰ زرو اوښتی دی.
په چین کې چې د دغه ویروس اصلي سرچينه ده، دغه شمېرې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې دي. له چین وروسته جنوبي کوریا، ایران او ایټالیا د دغه ویروس له امله ډېر ځپل شوي دي.
په جنوبي کوریا کې پر کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۸۳۳ ته رسېدلی او ۷ تنه مړه شوي دي.
دغه راز په ایټالیا کې هم پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۲۰ او د مړو شویو شمېر هم ۷ تنو ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان، عراق، بحرین، کوېټ او عمان کې هم د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوې چې سرچینه یې ایران بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، له چین وروسته په ایران کې د کرونا ویروس له امله ډېر کسان مړه شوي دي.
ایراني چارواکو د ۱۲ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې ۶۱ تنه نور پر دغه ویروس اخته شوي، خو ناتایید شوې شمېرې له دې ډېرې لوړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس ویلي چې په اوس وخت کې باید د کرونا ویروس د مخنيوي پر چارو تمرکز وکړو او په نړیواله کچه یې هم باید د احتمالي خپرېدو لپاره تیاری ولرو.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې یاد ویروس چې په چین کې د جنوري له ۲۳مې د فبرورۍ تر دویمې پورې اوج ته رسېدلی، په وروستیو کې یې د خپرېدو لړۍ ورو شوې ده.






































