له مانا ډک او داسې ژوند وکړئ چې راتلونکو نسلونو ته یو سم څه په میراث پرېږدئ. د ونټي فیر ورځپاڼې یوه برخه مې لوسته، د یو لیکوال په اړه وه چې (ارټ باکوالډ) نومېده. دا کس اوس اتیا کلن دی او د ځیګر پر ناروغۍ اخته دی. له نوموړي لیکوال، ارټ باکوالډ څخه پوښتنه شوې وه چې: «ستاسو په اند کامله خوښي او خوشالي څه ده؟» ځواب یې داسې و: «سالم ژوند وکړه.» وروسته بیا ترې وپوښتل شول: «غواړې چې کومې وړتیاوې ولرې؟» ځواب یې ورکړ: «د ژوند کولو وړتیا.» یو ځل بیا یې ترې وپوښتل: «ستا تر ټولو ګران بیه شتمني څه شی ده؟» ویې ویل: «زما ټولې لیکنې، هغه ۳۲ کتابونه چې لیکلي مې دي او ټول مطالب مې چې نشر شوي دي.» له ځانه داسې څه یادګار پرېږدئ څو راتلونکي نسلونه په دې پوه شي چې دلته اوسېدلي یاست.



































