د یو موټر د سویچ بورډ پر سر فرض کړئ چې یوه سکه ده. د دې سکې په یوه خوا د آزادۍ کلمه لیکل شوې او په بله خوا یې د مسوولیت کلمه. زما په اند، د رهبر اوسېدو او ښه ژوند لرلو لپاره باید د دې دواړو کلمو تر منځ توازن موجود وي. ژوند په بشپړ ډول د دې دوو کلمو تر منځ په تعادل کې دی او یو ډېر اساسي او ځانګړی مورد یې د آزادۍ او مسوولیت تر منځ تعادل دی. هو آزاد ژوند وکړه، له هرې شېبې خوند واخله، په ډېره مینه او شوق ژوند وکړه، ښه وخت تېر کړه، په همدې شېبه کې ژوند وکړه، خو مسوولیت منونکی اوسه. خپلې موخې وټاکه، په خپلو ژمنو عمل وکړه، مهم کارونه او خپلې دندې تر سره کړه. د دې په اړه فکر وکړه چې که ستا د مسوولیت کرښه او تمرکز په مرکزي برخه کې وای، نو حالات به څه ډول وو؟ ځکه ډېره پوهه د ښو انتخابونو لامل کېږي او ښه انتخابونه ښې پایلې لري.




































