-سرچینه: ګارډین ورځپاڼه-
د کرونا ویروس پراختیا او ټولې نړۍ ته خپرېدو د نړۍ د برخلیک په تړاو جدي او اساسي پوښتنې راپیدا کړې دي؛ ایا هغې شېبې را رسېدلی چې نړۍ به د تل لپاره بدله شي؟ ایا دا هغې شېبې دي چې نړیوال ځواک توازن به له منځه ځي او سیاسي او اقتصادي ځواک به بشپړ بدلون کوي؟ ایا د ډېریو هېوادونو ډېری اوسېدونکي له اوسني ژوند ستړي نه دي؟
یا په بل عبارت، ایا د اوسني نړیوال سیستم د پای شپې او ورځې نه دي؟ ایا اوسنی ناورین به د یوه بل او نوي بدلون د رامنځته کېدو پیل نه وي؟
که څه هم د راتلونکي نړیوال بدلون تصور ډېر پېچلی ښکاري، خو که بیا هم فرض کړو چې له دې وروسته نه شو کولای چې هغه وضعیت ته بیا ور وګرځو چې له کووېډ- ۱۹ ویروس وړاندې نړۍ درلود، په دې وخت کې د راتلونکي ممکنه لوی نړیوال بدلون( مثبت یا منفي) په تړاو ډېرې سختې او جدي پوښتنې راولاړېږي.
که څه هم اوسمهال ډېری کورنۍ او عادي انسانان د کرونا ویروس له کبله د ژوند په داسې پړاو کې دي، چې پخوا یې ان په دې اړه تصور هم نه و کړی، خو پوښتنه دا ده چې دغه خطرناکه او وژونکې ناروغي به په راتلونکي کې د هېوادونو، دولتونو، رهبرانو او دولتونو ترمنځ پر نسبتاً ترینګلو اړیکو څه ډول اغېز پرېباسي؟ ایا دوی به نور هم له یو بل سره نږدې کار وکړي، که به دغه ګډ ګواښ د دوی وېشل کېدو او پاشلتیا لامل شي؟
یوه برخه شنونکي په دې تړاو خوشبین دي او د دلیل لپاره یې ځينې مثالونه راوړي. لکه، د ایټالیا په شمال کې د کرونا پر وړاندې د چین او ایټالیا ګډ کار او هڅې. دغه راز د هغو هېوادونو ترمنځ ګډ کار چې تر ډېره فکري اختلافونه لري، لکه ایران او متحده عربي اماراتو په دې وروستیو کې له یو او بل سره په ځینو شرایطو او حالاتو کې مرسته کوي. ترڅنګ یې دغه ناورین په فيليپین کې هم د حکومت او کمونیستي بلواګرو ترمنځ د اوربند لامل شو. د دغې پدیدې پر وړاندې د نړیوالې او څو اړخیزې همکارۍ ارزښت هم د یادونې وړ دی.
خو په ورته وخت کې لویه برخه شنونکي له دغه ناورین وروسته د راتلونکي نړیوال نظم او سیستم په تړاو د خطرناکو پایلو اټکل کوي. د هارواډ پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد سټیفن والټ په دې اړه وایي: «د دغه ویروس پراخوالی به د دولت د رول د پیاوړتیا او د ناسیونالیزم سبب شي. دولتونه چې هر ډول وي، د ناورین د مدیریت لپاره اړین او بيړني اقدامات کوي او ښایي د ناورین له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ګټو لپاره پر دې چارې ټینګار وکړي».
هغه دغه راز ویلي: «کرونا ویروس یا کووېد- ۱۹ به هم له لوېدېځ څخه ختیځ ته د واک او نفوذ د لېږد او بدلون لړۍ چټکه کړي. جنوبي کوریا او سېنګاپور په دې برخه تر ټولو ښه غبرګون ښودلی او چین هم له لومړنیو تېروتنو وروسته دغه ناورین په ښه ډول مدیریت کړ، خو په امریکا او اروپا کې د حکومتونو ځواب ډېر متردد دی او دغه څه ښایي د لوېدیځ د اوسني ځواک کچه او برنډ راټیټ کړي… که څه هم د نړیوال متناقض سیاست څرنګوالی به په بنسټيز ډول بدلون ونه کړي، خو په راتلونکي نوي پړاو کې به نړیواله همکاري کمه او د زبرځواکونو ترمنځ به د سیالیو ډګر د پخوا په پرتله ډېر تود شي. په بله وینا، لکه څرنګه چې تر دې وړاندې نورو نړیوالو ستونزو؛ لکه، په ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ ز کلونو کې د انفلونزا ناورین د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ سیالي پای ته ونه رسوله، دغه راز کرونا ویروس به هم دغه چاره پای ته ونه رسوي، خو موږ به نړیوالتوب ته د رسېدو لپاره د پخوا په پرتله څو ګامه نور هم شاته کړي؛ ځکه چې خلک اوسمهال د ځان ساتنې په موخه پر ملي دولتونو پسې دي او دغه دولتونه هم له راتلونکو ممکنه ګواښونو سره د مقابلې لپاره د خپل واک او ځواک د ډېرولو په هڅه کې دي. په لنډ ډول ویلی شم چې کووېډ- ۱۹ به له دغه ناورین وروسته یوڅه پراخې، سوکاله او ازادې نړۍ ته لار پرانیزي».
ایا د والټ پورتنۍ وړاندوینه رښتیا هم سمه ده؟ د دې پوښتنې ځواب به یوازې وخت ووايي. سربېره پر دې چې د اوسني وضعیت پایله له وړاندې نه ده ټاکل شوې، خو له ولسمشرانو او لومړي وزیرانو نیولې تر عادي خلکو پورې د روان ناورین او د هغو د ممکنه پایلو په تړاو د دوی ځوابونه له راتلونکي سره مرسته کولی شي. اوس د دې فرصت دی چې د راتلونکي شخصي او نړیوال نظم په تړاو باید له سره فکر وشي او په دې اړه نوې نقشه وکاږل شي.که څه هم اوسني وضعیت نړۍ ډېره کمزورې کړې او د ناورین په مدیریت کې پاتې راغلي یو، خو بیا هم د دې فرصت لرو چې د خپلې راتلونکې انتخاب هم وکړو او له کووېډ- ۱۹ وروسته یوه نوې نړۍ تجربه کړو.
د قدرت توازن
په لومړي سرکې له نیمګړتیاوو او تېروتنو وروسته، اوس چین په دې هڅه کې دی چې کووېډ ـ ۱۹ ویروس چې لومړۍ پلا د دغه هېواد په ووهان ښار کې خپور شو، د ملي بریا پر داستان واړوي. چینایي چارواکي وایي، چې په هېواد کې یې کرونا ویروس په بشړ ډول مدیریت کړی او په دې اړه به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. چین اوس په دې برخه کې له ایټالیا او د دغه ویروس له کبله د نورو اغېزمن شویو هېوادونو سره د مرستې له لارې هڅه کوي چې د نړیوال رهبر په توګه خپل باور نور هم پیاوړی کړي. اوسنی وضعیت او کرونا ویروس چین ته پر یوه داسې نرم ځواک بدل شوی چې په ډېرې اسانۍ کولی شي پر خپل ستر سیال امریکا لاسبری شي.
مشهورو مبصرینو کورټ بېل او رش ډوشي د (بهرنیو چارو) په مجله کې په دې تړاو ځینو مهمو مواردو ته اشاره کړې او وایي: «له شک پرته چې بیجینګ له دغه ویروس سره له مقابلې بریالی راووت، دغه هېواد پر بېلابېلو ژبو د پراخو تبلیغاتو، ټويټونو، عمومي پیغامونو او نورو مقالو په مرسته وکولی شوای چې دغه ګواښ تر کنټرول لاندې راولي او په دې سره یې د خپل پیاوړي مدیریت ثبوت وړاندې کړ».
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په دې هڅه کې دی چې د خپلې بې کفایتۍ له کبله په امریکایي ولس او نړۍ کې د ده په اړه راپورته شوې بې باوري مدیریت کړي. د «د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا» غړی میرا رپ هوپر په دې اړه وایي: «له همدې کبله د امریکا اوسنۍ اداره دې حالت تر ډېره ورخطا کړې چې په دې اړه به ولس ته څه ځواب وایي، چې ولې یې دولت چې ځان د نړۍ رهبر بولي، د دغه ناورین په مدیریت کې ان په خپل هېواد کې هم پاتې راغلی دی؟!»
نوموړی دغه راز وایي: «دغه نړیوال ناورین کولی شي چې له څو اړخونو اوسني نړیوال نظم ته بدلون ورکړي…. که امریکا له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې همداسې منزوي پاتې شي، چین به د نړیوالې رهبرۍ لپاره له دغه فرصته ګټه واخلي او په دې سره به د نړۍ د نظم او مدیریت لپاره خپل اصول او مقررات وړاندې کړي».
اقتدار غوښتنه او ډيموکراسي
متحده ایالتونو ته تر کرونا ویروس وړاندې هم چین په بېلابېلو برخو کې په یوه سرخوږي اوښتی و او په دې سره امریکا، چین ته د خپل ځان او د نړیوال سټیج د رهبر پاتې کېدو لپاره د ګواښ په سترګه کتل، خو د دغه ویروس پراختیا به دغه لړۍ نوره هم چټکه کړي، له همدې کبله د اوسني وضعیت دوام چین ته ښه فرصتونه په لاس ورکوي، تر څو په اسانۍ سره پر نړیوال ستېج حاکمیت ترلاسه کړي، خو دا به د متحده ایالتونو د ډیموکراټيکو متحدینو لپاره چې تر ډېره پکې د ازاد دولت، د خلکو د حقونو او بیان د ازادۍ سندرې زمزمه کېږي، یو بد خبر وي.
له بلې خوا په هند، برازیل او ترکیه کې د متمرکز او اقتدار غوښتونکو دولتونو لپاره تمایل مخ پر دېرېدو دی چې چین او روسیه د دغه ډول حکومتونو په سر کې راځي. دغه راز په اروپا کې د ښي اړخو پوپولیستي او نشنلیستي حکومتونو او ګوندونو څرکونه هم لیدل کېږي او په دې برخه کې عام تمایل هم د پخوا په پرتله ډېر شوی دی. ځينې هېوادونه ان لا د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د چین له رهبرۍ پيروي کوي او د دغه هېواد د نړیوالې سیاسي رهبرۍ لپاره په یو ډول شین چراغ ښيي.
دغه راز د کړکېچ نړیوالې ډلې یا (ICG) تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس له پراختیا وروسته نړۍ له روغتیایي او اقتصادي اړخه سخت زیانمنه شوې چې ځینې هېوادونه ښایي له دغه وضعیت څخه سیاسي ګټه هم پورته کړي. دغه ډلې په یوه راپور کې ویلي: « د کروناویروس پراختیا له شک پرته چې نړۍ ته له اقتصادي او روغتیايي اړخه لویه ضربه رسولې، خو پر دې سربېره یې سیاسي پایلې هم محسوسېږي. ځينې هېوادونه همدا اوس په دې هڅه کې دي چې له روان ناورین څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي، په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ نوي کړکېچونه راپیدا او په دې سره نړۍ بل لور ته بوځي».
په یاد راپور کې له دغو هڅو څخه د روسیې د ولسمشر وروستي اقدام ته اشاره شوې چې خپل واک او ولسمشري یې تر نامحدودې نېټې وغځوله. ترڅنګ یې د هنګري د نشنلیست مشر ویکتور اوربان له لوري په دغه هېواد کې د بېړني حالت اعلان ته هم اشاره شوې ده. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې ناسم معلومات خپروي او یا هم دولت ته ځواب ویلو ته نه حاضريږي، پر پنځه کاله بند به محکوم شي.
په ورته وخت کې د مصر په ګډون ځینې دولتونو په خپلو هېوادونو کې پر عمومي بحثونو او رسنیو بندیزونه ډېر کړي او دغه راز یې له خپلو هېوادونو د بهرنیو خبریالانو د ایستلو لړۍ هم پیل کړې چې په دې سره په یو ډول د چین له تګلارې ملاتړ او پيروي څرګندېږي. د بوریس جانسون په ګډون د ګڼو اروپایي هېوادونو مشران او ان ولسمشر ټرمپ د دغه ویروس د ګواښ له کبله تر بېړنیو او ځانګړو تدابیرو لاندې دي. له بولیویا، هند، سریلانکا او عراق نیولې بیا تر متحده ایالتونو، انګلیستان او فرانسې هېوادونو کې ټاکنې ځنډېدلي دي، پارلمانونه او عمومي غونډې ځنډېدلي، عمومي رخصتي اعلان شوې او په ټوله کې وضعیت په ټپه ولاړ دی.
ښایي ډېری کسان به په لنډمهال کې له دغه ډول اقداماتو هرکلی وکړي، خو که دغه کړکېچ او ناورین اوږدېږي او تر بل کاله ځنډېږي، بیا څه؟ که اوسنی وضعیت له کنټرول وځي، بیا څه؟! دا هماغه څه دي چې سټيفن یې پاس یادونه کړې وه.
نړیوالتوب او څو اړخیزوالی
د کرونا ویروس د اغېز د کموالي په موخه له کارګرو او بېزنسونو سره د دولت بې مخینې مرستې د دې لامل شوي چې ځينې شنونکي یې په اړه وایي چې دولتونو شاتګ کړی او له جګړې وروسته د نیولېبرالېزم حالت ته تللي دي. له دې بحران څخه دا په ډاګه کېږي چې که دا کړکېچ نور هم جدي کېږي، نو یوازې حکومتونه ورته سمې او عادلانه لارې پیدا کولی شي.
د چېټم هاس فکري بنسټ مشر رابین نیلبټ وايي، کرونا ویروس به نړۍ ته داسې دروند پېټی شي چې د نړیوالتوب پر لور د تګ لپاره به د اقتصاد ملا ماته کړي. هغه دغه راز خبرداری ورکړی چې نړیواله اقتصادي حکومتولي چې په شلمه پېړۍ کې رامنځته شوې، له جدي ګواښ سره مخ شوې او په دې سره به نړیواله سیاسي رهبران بېرته جیوپولیټیکي سیالیو ته راوګرځي.
د ایروایشیا د برخې کاروپوه او شنونکی رابرټ کېپلان وایي، کرونا ویروس د نړیوالتوب د لوموړي او دویم پړاو ترمنځ یوه تاریخي نښه ده. د نړیوالتوب دويم پړاو په دې مانا دی چې له يوه اړخه به نړۍ د نظامي ځواک پر بنسټ په څو قطبونو وويشل شي او له بله اړخه به په ځينو هېوادونو کې د روان طبقاتي سیستم او پاشلي ټولنيز حالت پرضد راټوکېدلي حرکتونه نور هم وغوړېږي او نازيويزم او پوپوليزم ته به لاره هواره شي. په ټوله کې ويلی شو چې دا د نوې نړۍ د تقسیم او وېش راتلونکی داستان دی.
که حالت په همدې ډول دوام وکړي، ښايي په دې سره به له نړيوالتوب لرې کېدل يوڅه ټکان ورکوونکي وي. که څه هم ډېری هېوادونه به هڅه وکړي چې له کووېډ- ۱۹ وروسته نړۍ خپل عادي حالت ته راوګرځي، خو عامه ذهنيت او وړاندوينې بيا د يوې بلې او نوې نړۍ په تمه شېبې شماري. په دې سره داسې ښکاري چې د کېپلان تيوري ملاتړي ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي. بلخوا ملګرو ملتونو هم تېره اونۍ د کاري ځواک د کموالي، د کډوالو د کنټرول، بنديزونو او تعرفو د لوړېدو له کبله په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت خبرداری ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دې تړاو بايد يوڅه ازاد او نوي ګامونه واخيستل شي. دغه راز د نړيوالو بنسټونو او انجمنونو ترمنځ فاصلې هم د ډېرېدو له حال کې دي چې په دې کار سره د ستونزو او کړکېچونو پر وړاندې ګډه نړیواله اجماع د کمزوري کېدو په حال کې ده. ښه بېلګه یې د جي ـ ۲۰ هېوادونو وروستۍ ناسته ده چې هغه مهال پکې پرېکړه وشوه چې د کروناویروس پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي، خو دا دی د دوی له یادې ناستې له یوې اونۍ ډېر وخت تېرېږي، خو هېڅوک دې ته نه دي تیار چې خپلې ژمنې عملي کړي او د شوې ژمنې له مخې د ګډې مبارزې مشري پرغاړه واخلي.
ماتېدونکې نړۍ
د کرونا ویروس له کبله رامنځته شوی ناورین به د بېوزلو هېوادونو لپاره سرخوږی لا ډېر کړي او ترڅنګ به یې تر ټولو ډېر زیان په جګړه کې بند پاتې کسان او کډوال وویني. د بحران نړیوالې ډلې په وروستي راپور کې په ښکاره ډول راغلي چې: «روان بحران به متزلزل او له وړاندې ماتېدونکي هېوادونه د سختو جګړو او نا ارامیو یوه نوي ډنډ ته ورټېل وهي…. که دغه ویروس د نړۍ لویو او ډېر نفوس لرونکو ښارونو ته خپور شي، ښایي له کنټرول څخه ووځي.» دا هغه وړاندوینه ده چې ښایي د جنوبي افریقا ښارونه یې تر ډېره بیه پرې کړي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې د نړیوال اقتصاد د پام وړکمزوري کېدو په بېوزلو هېوادونو کې ورځ تر بلې سوداګري ټکنۍ کړې او د بې کارۍ کچه پکې د پخوا په پرتله په ځلونو لوړه شوې ده. که کرونا ویروس دغو هېوادونو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په لار کې خنډ شي، ستر بشري ناورین به رامنځته شي او په دې سره به نړیواله ډیپلوماسي تر پوښتنې لاندې راشي.
سوريایان، افغانان، سومالیایان، د جنوبي سوډان اوسېدونکي او یمنیان چې عملاً په جګړه کې دي، تر ټولو زیات به د دغه روان وضعیت له کبله وکړېږي. له همدې کبله ملګرو ملتونو تېره اونۍ د دغه وضعیت تر یوې کچې مدیریت په پار د دوو میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د دغه ویروس له کبله د میلیونو انسانانو د ژوند د ساتنې په پار د څو ټریلیونو ډالرو غوښتنه کړې چې روان مالي کړکېچ ته په کتو به د دومره پیسو ورکړه ډېره ستونزمنه وي. ګوترېش ویلي: «کووېډ- ۱۹ ټول بشریت له ګواښ سره مخ کړی او نړۍ باید د دغه ویروس د جبران له کبله باید ډېر شاتګ وکړي».
دغه راز د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې مشر ډېوېډ میلیبند وایي، د کرونا ویروس پراختیا موږ ته دوه درسونه راکوي؛ لومړی باید نړۍ ته متوجه ګواښونه مدیریت کړو، دویم دا چې په نړیواله کچه روانه بې عدالتي باید نور پای ته ورسېږي. کرونا ویروس یوازې پیاوړي هېوادونه نه دي اغېزمن کړي، بلکې دې څپې تر ډېره کمزورو هېوادونو ته جدي ستونزې راپورته کړې دي. دا چې نړیواله ټولنه به د دغه وضعیت له امتحانه څه ډول راوځي، دا یو خورا لوی او پېچلی بحث دی.
انعطاف منل او پارانویا
اوسني ناورین په نړیواله کچه د انعطاف نه شتون ته لاره پرانیستې چې ان د پرمختللو هېوادونو روغتیایي سیستم ته یې جدي ګواښ پېښ کړی او د څرخ پلې یې له حرکته غورځولي دي. په ډېریو هېوادونو کې د دغه ګواښ د مدیریت په پار له نظامي ځواک او امکاناتو څخه ګټې اخیستنې دا وېره را پیدا کړې چې ټولنیز نظم کمزوری شوی او په دې سره ښایي نړیوال نظم هم تر پوښتنې لاندې راشي.
د لندن پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد برانکو میلانوویچ وایي، که د کرونا له کبله د راپورته شوي ناورین لپاره د خلکو د بلواوو پر وړاندې له قهریه ځواک او نظامي امکاناتو استفاده وشي، په دې سره به ټولنې هم وپاشل شي، چې د هغه وضعیت مدیریت به ګڼې نورې ستونزې راولاړې کړي. له همدې کبله باید اقتصادي سیاست د خپلې اصلي موخې(له ازاد بازار د ملاتړ) پرځای د ټولنیزې پاشلتیا پر مخنیوي متمرکز شي.
پر همدې اساس او له یوې بلې زاویې دغه ډول حرکت باید د مدني ازادیو د نقض نه، بلکې د نظامي ځواک پرځای یو ګټور بدیل وګڼو.
د بحران نړیوالې ډلې هم په خپل راپور کې پورتنیو ټکو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې راتلونکي ته په پام، دولتونه باید له دغه کړکېچ سره د مبارزې په پار نه یوازې د دغه وضعیت له کبله راټوکېدلې روغتیایي ستونزې، بلکې سیاسي او اقتصادي ستونزې هم د ګډ کار له لارې حل کړي، له دې پرته به نړۍ د یوه نوي او خورا پېچلي وضعیت سره مخ شي. تر څنګ یې ډېرې دولتونه د دغه کړکېچ د فشار له کبله په کور دننه د رامنځته شوي ماتېدونکي وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلي او په دې سره ښایي کورنۍ جګړې رامنځته شي.
په ورته وخت کې د نړیوال چاپېریال په اړه هم اندېښنې پرځای دي. دغه ویروس کولی شي چې د ځينو هېوادونو ترمنځ اختلافونه نور هم ژور کړي، د کډوالۍ پر وړاندې اوسني سیاستونه ښایي تر دې نور هم سخت شي او په دې سره به نړۍ داسې جګړې ته لاړه شي چې له نړیوالې همکارۍ، ملګرو ملتونو او ګډې نړیوالې مبارزې سره د ملاتړ پرځای به د نظامي او اقتصادي ټکرونو لپاره نوی باب پرانېزي.
د رویال انسټیټیوټ غړې الیزابت بارو وایي، چې د روان وضعیت په پایله کې ښایي نړیوال قدرتونه بېرته پر جیوپولیټيکې سیاستونو تمرکز ډېر کړي. هغې لیکلي: «کرونا ویروس د لوېديځ د مخالفانو لپاره یو طلایي فرصت دی چې وګوري کوم هېوادونه د دغه ډول حالت د مدیریت لپاره په خپلو کې د یووالي لپاره ژمن دي او کوم یې نه دي». خو د پرېنسټون پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد جان ایکنبري بیا راتلونکي ته ډېر اندېښمن نه دی او وایي چې د ۱۹۳۰ لسیزې ته کتو به متحده ایالتونه د نړیوال وضعیت په مدیریت کې پاتې رانه شي، خو نوموړی دغه راز خبرداری ورکوي چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ به د کرونا ویروس پر سر راپورته شوې ناندرۍ او کشمکشونه نړۍ له اقتصادي او سیاسي اړخه سخته زیانمه کړي.
هغه پنځه پېښې چې مډرنه نړۍ یې بدله کړه
۱- د وارسا د سولې کنفرانس
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۱۹- ۲۰ ز کلونو کنفرانس یو نړیوال تاریخي فرصت و. دغه کنفرانس د جرمني، شوروي اتحاد، اسټرو- هنګري او نورو نړیوالو جریانونو او جګړه ییزو ماموریتونو ته رسماً د پای ټکی کېښود او په دې سره امریکا د نړۍ د رهبرۍ لپاره څو ګامه نوره هم وړاندې راغله چې له همدې کبله هغه پېړۍ د امریکا او په لویه کې د اتلانتیک پېړۍ هم بولي.
۲- شدید ژور خپګان
په ۱۹۲۹ ز کال کې په متحده ایالتونو کې د وال سټریټ له پرځېدو وروسته نړۍ د شلمې پېړۍ له تر ټولو ستر اقتصادي رکود سره مخ شوه. درې کاله وروسته په ټوله نړۍ کې ناخالص کورني تولیدات ۱۵ سلنه راټيټ شول او نړۍ یې له شدید ډېپرېشن سره مخ کړه.
۳- سټالینګراده جګړه
د ۱۹۴۲- ۱۹۴۳ ز کلونو پورې د روسیې په جنوب کې اووه میاشتنۍ سخته جګړه د دویمې نړیوالې جګړې او په ځانګړې توګه د اروپا په تاریخ کې یو مهم بحث دی. په دې وخت کې د هېټلر پوځ له سختې ماتې سره مخ شو او دغه مهال نږدې دوه میلیونه کسان ووژل.
۴- د برلېن د دېوال نړېدل
په ۱۹۸۹ ز کال کې په سوله ییزه توګه د برلېن دېوال چپه کېدو د شوروي اتحاد او لوېديځ ترمنځ نږدې ۴۴ کلنې سړې جګړې ته د پای ټکی کېښود. د شوروي اتحاد په له منځه تلو سره امریکا ته په ډېرې اسانۍ دا فرصت په لاس ورغی چې ځان نړیوال زبرځواک اعلان کړي او له دې وروسته نړیوال سیاستونه پر خپل محور راوڅرخوي.
۵- د سپټمبر د یوولسمې بریدونه
په ۲۰۰۱ ز کال کې پر امریکا د القاعدې شبکې بریدونو امریکا ته دا بهانه په لاس ورکړه چې د متحده ایالتونو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د تروریزم په نوم یوې نوې نړیوالې جګړې ته ننوځي. په دې سره امریکا په مسقیمه توګه پر افغانستان او عراق بریدونه وکړل او په سیمه کې یې خپل حضور زیات کړ.