هېڅکله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ. هغه روی پاک چې یوازې په تاسو پورې اړه لري، را واخلئ، یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر مخ کېږدئ او بېرته یې ترې پورته کړئ. مخ یوازې له مینځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جزبولای شي او بس. د دې لپاره چې د بدن پوست مو ښکلی او شفاف شي، نو له ګرمۍ، یخنۍ او باد څخه ځان وژغورئ او همدارنګه پاکه او صافه وینه هم د ښکلي پوست لامل کېږي. څه ډول پاکه وینه درلودلی شی او کوم څه د دې لامل کېږي چې پاکه وینه ولری؟ د دې لپاره چې وینه مو صافه او پاکه شي، په یوه کال کې باید ۳۰ ورځې روژه ونیسئ او د اوړي په موسم کې هرو مرو په خپل غذایي رژیم کې مېوه ور زیاته کړئ. د ښکلي پوست او پاکې وینې درلودو لپاره له انځرو، نخودو، خرما او شاتو څخه ګټه واخلئ. سالم خواړه او طبیعي مېوې هم د وینې د صافوالي لامل کېږي او په بدن کې خپرېږي؛ ځکه صافه وینه د صاف او شفاف پوستکي لامل کېږي.