هڅه وکړئ چې د ژوند پر بې مانا اړخونو سترګې پټې کړئ. کله مو چې دا ډول پوچ مسایل له خپل ذهنه لرې کړل، هغه وخت به د خپل ځان لپاره د تفریح زمینه برابره کړی. ډېر به مو لیدلي وي، کله چې یو ټیم لوبه بایلي، لوبغاړي یې څومره د غوسې او خپګان احساس کوي. دغه ډول که یې کله لوبه وګټله، نو خوښي یې بیا یو پر دوه کېږي. تاسو هم دا ډول یاست، که مو یو ځل د دې کړنې خوند ولید، نو له خپلې دې بریا به بې کچې خوند واخلی. د ځان لپاره وخاندئ، د دې پر ځای چې پر ځان پورې وخاندئ. په دې ډول شوخۍ سره کولای شی چې خپل ځان وپېژنی او پر دې پوه شی چې له انسانانو سره خطا ملګرې ده.