ورزش یا سپورت په بېلابېلو وختونو کې پر بدن بېلابېلې اغېزې لري.کومه څېړنه چې د امریکا ورزشي ټولنې کړې، ښيي چې له خوب او سهارنۍ خوړلو وروسته ارام ورزش مو د ورځې په اوږدو کې د کار لپاره اماده کوي.
جام جېم ورځپاڼه لیکي، د سهار له خوا له ۳۰ نیولې بیا تر ۴۵ دقیقو پورې ورزش کولی شي د وخت په تېرېدو سره د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي. که نه غواړی په وږي نس ورزش وکړئ، کولی شی سهارنۍ وخوری او بیا ورزش وکړی.
متخصصان په دې اند دي چې د سهار له ۶ تر ۸ د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دغه وخت کې کورتیزول(د سټرېس هورمون) په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربوهایدريټونو د سوځېدو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي. پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري.