د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي، د برېښنا د پرچاوۍ له امله د لسګونو فابریکو کار درېدلی او سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، له یوې میاشتې راپه دې خوا ننګرهار ولایت ته د برېښنا ورغلي مزي پرې شوي چې له امله یې د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ننګرهار ولایت اوسېدونکو له دوه ورځو راپه دې خوا د اعتراض په ډول په ښار کې خیمه درولې او وایی ترهغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوې اعتراضونه به یې دوام لري. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، سره لدې چې حکومت ژمنه کړې چې دغه ستونز به حل کړي، خو وایي تر دامهاله هیڅ اقدام نه دی شوی. ننګرهار ولایت ته د برېښنا ورغلي مزي د لغمان ولایت د باد پښ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري پرې شوې، خو ځایي چارواکي وایي د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.