د حکومت اجراییه رییس وایي، حکومت شته امکاناتو ته په پام په کابل کې د سوځېدلو مارکیټونو خاوندانو ته خساره ورکوي. اجراییه رییس چې نن د کابل ښار په نادر پښتون واټ کې د سوځېدلو مارکټونو لیدو ته ورغلی و وویل، دې پېښې افغان سوداګر له اقتصادي اړخه سخت ځپلي او دغه چاره د ټول هیواد پر اقتصادي وضعیت هم بد اغیز کولای شي. یوشمېر سوداګر په دې برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او وایي، سیمې ته د اور وژنې وسایط خورا ناوخته ورسېدل او د مارکیټونو لویه برخه د مسولانو دبې غورۍ له امله وسوځېده. دکابل ښار نادر پښتون واټ کې د پنجشنبې شپې اور لګېدنې چې د برېښنایي وسایلو پنځه مارکیټونه په بشپړ ډول پکې وسوځېدل، سوداګر او دوکاندارانو ته یې ملیونونه ډالره زیان اړولی دی. اجراییه رییس وایي، په دې اور لګېدنه کې ۷۰۰ دوکانونه له سلو زیات ګدامونه په بشپړ ډول له منځه تللي او سلګونه کسان بې کاره شوي، خو په وینایې حکومت به شته امکاناتو ته په پام له هغوی سره مرسته وکړي.