د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره د ګڼو مسایلو تر څنګ د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي. ددغه خبرو جزیات نه دي خپاره شوې، خو آلیس ویلز ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې پر ایران په لګېدونکو بندیزونو کې اته هېوادونه مستثنا دي. ټاکل شوې چې نن پر ایران د امریکا بې ساري بندیزونه وضع شي. دغه بندیزونه د ایران پر مهمو طبعي سرچینو لکه ګاز او تېلو لګول کېږي. د بندیزونو له لګېدو سره سم ایران نه شي کولی پر کوم چا تېل وپلوري او سوداګرۍ ته ادامه ورکړي. افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د ایران ستر سوداګریز شریک ګڼل کېږي. بل لور ته چابهار بندر هم ددغه بندیزونو له خطر سره مخ دی. افغان حکومت ډاډ ورکړی چې د یاد بندر په اړه یې له امریکا سره خبرې روانې کړې دي او دغه بندر به د بندیزونو له خطر ژغوري.