د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره ځانګړې استازې آلیس ویلز د ملي امنیت له پخواني سلاکار حنیف اتمر سره کتلي دي. حنیف اتمر په دې لیدنه کې ویلي چې امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې ډېرې کړي. دواړو لورو همدا راز، د امنیت، ټاکنو او په هېواد کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. آلیس ویلز په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې کړې دي او د امریکا موخه دا ده، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي. حنیف اتمر هم د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې او نړۍ لپاره مهم بللی دی او له آلیس ویلز یې غوښتي چې د سیمې هېوادونه په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوي.




































