د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي پر ایران یې بندیزونه پيل شوي دي او اوس ایران کولی شي په ورځ کې یوازې یو میلیون بېرله تېل صادر کړي. دده په خبره دا اندازه تېل هم ځکه صادرولی شي، چې امریکا اته هېوادونه له دغه بندیزونو مستثنا کړي دي. رویټرز وايي چې په دې هېوادونو کې ترکیه، جنوبي کوریا، جاپان او هند شامل دي. تر دې وړاندې ایران په ورځ کې ۳ میلیونه او اته سوه زره بېرله تېل بهر ته صادرول. مایک پمپیو وایي دوی د بندیزونو په لګولو بریالي شوي چې دغه شمېره یوازې یو میلیون ته راټيټه کړي. هغه خبرداری ورکړ چې ښايي د ایران په ګڼو نورو اقتصادي برخو هم دغه بندیزونه اغېز وکړي.