د افغان حکومت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، حکومت به له طالبانو سره د سولې په تړاو په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۹مه نېټه په مسکو کې جوړه شي. دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړېږي. یادې سرچینې ویلي، د ارګ، ملي امنیت شورا او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب به هېڅوک په دې غونډه کې برخه نه اخلي. سرچینې زیاته کړه، د امریکا د حکومت په استازیتوب هم ښایي څوک په دې ناسته کې ګډون ونه کړي. خو په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان کړی چې له طالبانو سره د سولې په تړاو د مسکو په راتلونکې غونډه کې به د دوی یو پلاوی ګډون کوي. بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا هم له روسیې سره د مسکو د ناستې د جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. د سولې عالي شورا ویلي، د دوی لخوا به یو شپږ کسیز پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.



































