د پنجشېر ایمرجنسي روغتون کې دوه ورځو کې ۱۲ ماشومان مړه شوي او تر اوسه يې د مړينې علت معلوم نه دی. د پنجشېر د والي وياند محمد منصور عنابي وويل چې دغو ماشومانو د روانې اوونۍ له شنبې ورځې د يکشنبې تر دوو بجو د پنجشېر په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړې ده. د هغه په وينا، مړه شوي ماشومان چې شمېر يې ١٥ تنو ته رسيږي، له يوې تر پنځلسو ورځو عمرونه درلودل. دى وايي چې ډاکټرانو تر اوسه د دغو ماشومانو د مړينې لامل نه دى موندلى، خو په دې اړه د څېړنو لپاره يې د ډاکټرانو يوه کمېټه ګومارلې ده. د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون مشر ډاکټر محمداکبر جان د یاد خبر د پخلي تر څنګ وویل چې د مړو شويو ماشومانو شمېر ١٢ تنه دى. د هغه په وينا، په مړو شويو ماشومانو کې ۶ د پروان، ۳ د کاپيسا او ۴ د پنجشېر ولايت دي.




































