د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو رسینو ته تایید کړې چې د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالي تېره شپه وسله والو طالبانو نیولې او اته امنیتي سرتېري یې وژلي دي. د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري د دې خبر د پخلي تر څنګ وویل چې طالبانو تېره شپه پر یاده ولسوالي وسله وال برید کړی چې په پایله کې یې اته امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاد برید کې یې ۱۸ امنیتي سرتېري وژلي او ۶نور یې ټپیان کړي دي. په ورته وخت کې د غزني د پولیسو ویاند بیا د ۸ سرتېرو وژل کېدل تایید کړي خو د ولسوالي د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې یاده ولسوالي شاوخوا دوه کاله وړاندې د امنیتي ستونزو له امله د غزني ښار څنډو ته راوړل شوې وه چې په خبره یې حکومت یې دلته هم پر ساتنه ونه توانېد.




































