د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي. د اجراییه ریاست پر رسمي فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پر روانو هلو ځلو، د ولسي جرګې د تر سره شویو ټاکنو پر څرنګوالي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر چمتوالي او دغه راز د ژنیو پر راتلونکې غونډه بحث او خبرې اترې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله په داسې حال کې افغانستان ته راغلي چې همدا نن ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې روانه اوونۍ به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.




































