د پاکستان د علماوو شورا د مشر وروستیو څرګندونو د افغانستان د ولسي جرګې د غړو تند غبرګونونه راپارولي دي. ولسي جرګې د پاکستان د علماوو شورا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، د ملا سمیع الحق له وژل کېدو وروسته به افغان جګړه لا پراخه او تېزه شي غندلې او هغه یې غیر مسوولانه بللې دي. د یادې جرګې غړو د افغانستان له دیني عالمانو وغوښتل چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورینو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او افغان عالمان باید په دې اړه خپل دریځ معلوم کړي. هغه وویل د مولانا سمیع الحق وژل کېدل افغانستان پورې اړه نه لري او افغانان د پاکستان بې ثباتي د ځان په ګټه نه بولي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر ملا طاهر اشرفي پرون وویل، چې د سمیع الحق له وژل کېدو وروسته به افغانستان کې جګړې لا زور واخلي.



































