ولسي جرګې د پاکستان د عالماوو شورا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي يې دي، د سمیع الحق له وژل کېدو وروسته به په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېږي، غير مسوولانه بللې او له افغان ديني علماوو يې غوښتي چې په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د جرګې پرونۍ غونډې ته وویل چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
نوموړي وویل چې د سمیع الحق وژل کېدل له افغانانو سره هېڅ تړاو نه لري او افغانان د پاکستان بې ثباتي نه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي له پاکستاني ټلوېزیوني چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د مولانا سمیعالحق په وژنې سره به د افغانستان په جګړه کې کمی رانهشي، بلکې څو چنده به زیاته شي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و، د جمعې په ورځ په راولپېنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه هم کومې ډلې او یا لوري د دې وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د ولسي جرګې غړي وايي، د طاهر اشرفي څرګندونې سیاسي انګېزه لري او د دوی په خبره دا مسایل د پاکستاني استخباراتو په اشارې مطرح کوي.




































