د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن افغان او پاکستانی لوری په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي. راپورونه وايي چې په دې کتنه کې به له پاکستان د افغان کډوالو پر وتلو او په دغه هېواد کې د کډوالو اوسنی وضعیت ارزول کېږي. ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه خبرې د سولې لپاره د پاکستان-افغانستان د ګډ عمل پلان پر بنسټ ترسره کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي چې دمګړی په پاکستان کې ۱۴ میلیونه ثبت او راجستر شوي کډوال شته دي. تر څنګ یې داسې کډوال هم شته دي چې ثبت او راجستر شوي نه دي او نه هم د اوسېدو ځانګړي کارتونه لري. افغان او پاکستانی اړخ به ددواړو کټه ګوریو د کډوالو په اړه خبرې کوي. پاکستاني حکومت څه موده وړاندې پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده. همدا راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې په پاکستان کې زږېدلو افغان ماشومانو ته به ددغه هېواد تابعیت هم ورکوي.




































