ایران وايي د افغانستان د سولې په مسئله کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د سولې عالي شورا له رییس کریم خلیلي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو او مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده. دده په وینا ایران تیار دی چې د افغان سولې پروسې په اسانه کولو او دغه هېواد ته د ثبات په راوستلو کې همکاري او مرسته وکړي. د ظریف په خبره دمګړی په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه او ځینې نورې ترهګرې ډلې نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې سیمې ته د خطر زنګ دی. هغه ویلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې ایران د افغانستان ملاتړی دی. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم د سیمې د هېوادونو په تېره د ایران همکاري د افغان سولې لپاره مهمه بللې ده او په خبره یې د افغانستان له سولې د سیمې د هېوادونو ملاتړ به ددې سبب شي چې ترهګري ختمه شي او ترهګر خپل سیمه ییز ملاتړي له لاسه ورکړي.


































