د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دوی اندېښنه لري چې د هېواد په نا امنو سیمو کې به شاوخوا یو میلیون ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین له کمپاینه بې برخې شي. یاد وزارت وایي، یوازې په هلمند کې ښایي نیم میلیون ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ونه رسېږي. د عامې روغتیا وزارت په ۱۸ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۵ میلیونه کوچنیان واکسین شي. وسله وال طالبان مني چې په ځینو سیمو کي یې د جنګي شرایطو له مخې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین مخه نیولې. خو دغې ډلې له خلکو غوښتي، چي خپلو کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي. په هلمند کې د وسله والو طالبانو او روغتیا پالانو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې چې نژدې نیم میلیون کوچنیان په تېرو ۷ میاشتو کې د ګوزڼ ضد واکسین له شپږو دورو څخه بې برخې پاتې شوي. په افغانستان کې سږکال د ګوزڼ ۱۹ تازه پېښې ثبت شوې، چې نژدې نیمایي یې په کندهار ولایت کې دي. کلونه کېږي چې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد مبارزه روانه ده، خو د نا امنۍ او په ځینو سیمو کي د وسله والو طالبانو پراخ شتون له کبله دا ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.


































