د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلى دى. له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو سرمنشي به نن غرمه ولسمشر اشرف غني سره ځانګړې ليدنه کوي او بيا به دواړه يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړي. سرچينې وايي، چې د ناټو سرمنشي به له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او ځېنو نورو چارواکو او سياسيونو سره هم ګوري.



































