د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو یو کنډک سقوط شوی او ګڼ سرتیري پکې وژل شوي دي. د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع ویلي، ددغه کنډک د سقوط په پایله کې څلویښت سرتیري وژل شوي او ټول جګړه ییز تجهیزات یې د طالبانو لاس ته لویدلي دي. ویل کیږي چې ددغه کنډک رییس ارکان له خپلو ټولو سرتیرو سره وژل شوی، خو ځینو نورو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، تېره شپه پر دغه کنډک برید کې شپیته سرتیري وژل شوي دي. امنیتي چارواکو ددغه خبر په اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.


































