امریکا او نور ملګري يې په افغانستان کې پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو ملاتړي دي. په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي امریکا او د ټاکنو نور مالي ملاتړي په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکنو ملاتړي دي. د باس په خبره دوی غواړي د افغانستان ټاکنې، شفافې، عادلانه، پر خپل وخت او له درغلیو پاکې وي. جان باس همدا راز ویلي چې د ژنیو په کنفرانس کې به هم د افغانستان د ټاکنو په اړه له نړیوالو سره خبرې وکړي. هغه همدا راز زیاته کړې چې هلته به د نړۍ له مهمو څېرو سره د افغانستان د سولې، امنیت، بیارغونې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کوي. دده په وینا امریکا غواړي د افغانستان د اوږدې جګړې لپاره معقول حل پیدا کړي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راوګرځي.



































