کاناډایۍ کرونېکل هېرالډ ورځپاڼه په خپله یوه مطلب کې د کاناډايي ځواکونو په اړه لیکي چې په افغانستان کې د بهرنیو او کاناډايي ځواکونو ماموریت ناکام و. د ورځپاڼې په خبره دا باید واضح شي چې کاناډا څنګه په دغه ناکام ماموریت کې ښکېله شوه. ورځپاڼې پر عراق د امريکا او برېتانيا بريد ته اشاره کړې او وايي که څه هم پر عراق د بريد له امله پر ولسمشر بوش او د بريتانيا پر لومړي وزير د جنگي جرمونو تورونه نه دي پورې شوي خو برېتانيا دومره زړورتيا لرله چې د خپلې ملامتۍ په تړاو پلټنې وکړي. ورځپاڼه وايي په دې تړاو بايد پلټنې وشي چې کاناډايي چارواکي ولې افغانستان کې د حالاتو په سمه ارزونه کې پاتې راغلل او بيا يې هم د دغه ماموريت لپاره سرچينې برابرې کړې او برخه یې پکې واخیسته. د سرچینې په وینا کاناډا ته نه وه په کار چې د نورو په غوښتنه له ارزونې پرته په افغان جګړه کې برخه واخلي.



































