ولسمشر غني د پاکستان لخوا د ملا برادر خوشې کول د افغان سولې په برخه کې د پاکستان یو کوچنی ګام بللی دی. غني په کابل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې اساسي مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه افغان حکومت حاضر دی چې د ملابرادر په شمول هر بل طالب چارواکی له بنده تر خوشې کېدو وروسته په افغانستان کې ومني. غني د دغه کنفرانس پر مهال وویل چې پاکستان باید د افغان سولې ملاتړ وکړي، د جګړې په مخنیوي کې اقدامات وکړي او له افغانستان سره په درې برخو کې په اساسي ډول خبرې وکړي. پاکستان په روانه میاشت کې ملا عبدالغني برادر تر نهه کلن بند وروسته خوشې کړ. دا په داسې حال کې ده چې د هغه د خوشې کېدو په وخت کې ویل کېدل چې نوموړی د زلمي خلیلزاد په شخصي غوښتنه خوشې شوی دی.


































