د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په کابل کې له ولسمشر غني سره یوې ګډې خبري غونډې ته خبرو کې وویل چې طالبان او نورې وسله والې ډلې دې د خپلو افغانانو له وژلو لاس واخلي او د سولې له لارې دې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي. هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان باید پوه شي چې د جګړې دوام به بې ځایه وي او ټینګار یې وکړ چې د تېرو کلونو په پرتله د سولې احتمال ډیر دی. سټولټنبرګ د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې دغه بهیر باید ټول شموله وي. نوموړي دغه راز له سیمه ییزو هېوادونو وغوښتل چې په افغان سوله کې دې رغنده رول ولوبوي. نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم په ډاګه نه کړ خو زیاته یې کړه چې ګاونډي هېوادونه دې ترهګرو ډلو ته نور په خپله خاوره کې پټنځایونه نه ورکوي او په دې برخه کې دې جدي اقدامات وکړي.



































