ولسمشر د پاکستان له خوا د طالبانو د پخواني چارواکي ملا عبدالغني برادر خوشې کول د افغان سولې په برخه کې د پاکستان یو کوچنی ګام وباله.
غني پرون په کابل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې اساسي مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت حاضر دی چې د ملا برادر په شمول هر بل طالب چارواکی له بنده تر خوشې کېدو وروسته په افغانستان کې ومني.
غني وویل چې پاکستان باید د افغان سولې ملاتړ او د جګړې په مخنیوي کې اقدامات وکړي.
غني وویل چې پر افغانستان تپل شوې جګړه یوازې د طالبانو نه ده بلکې نور اړخونه هم لري.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له نړیوال ترورېزم سره مخ دی چې تل خپله څېره او د فعالیتونو ډول بدلوي چې پر وړاندې يې باید په ګډه مبارزه وشي.
ولسمشر وويل چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او افغانان هم تر بل هرڅه سولې ته ډېره اړتیا لري.
نوموړي په دې برخه د امریکا وروستیو هڅو ته په اشارې د زلمي خلیلزاد له هڅو څخه ملاتړ وکړ.
غني وویل چې امریکا د افغان سولې په برخه کې یوازې خبرې کوي خو خپلواکې خبرې یوازې افغان حکومت کوي.
یاد مطبوعاتي کنفرانس ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوی به د افغانانو په مشرۍ له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
سټولټنبرګ وویل چې وسله وال طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او باید د سولې لار غوره کړي.


































