برېټانوي څېړونکو داسې کمپیوټر جوړ کړ چې په یوه ثانیه کې تر ۲۰۰ میلیونه زیاتې محاسبې کولی شي او د انسان د مغز په شان کار کوي. دغه کمپیوټر چې پر جوړولو یې نږدې ۲۰ میلیونه ډالره لګېدلي، د نړۍ تر ټولو پرمختللی کمپیوټر دی. دغه کمپیوټر چې (SpiNNaker) نومېږي، پراسېسر یې یو میلیون کورونه (Cores) لري. د برېټانیا د مانچسټر پوهنتون څېړونکو د دغه کمپیوټر پر جوړولو څه باندې ۱۰ کاله کار کړی دی. د کمپیوټر هر چیپ تر ۱۰۰ میلیونه زیاتې متحرکې ټوټې لري او داسې ډیزاین شوی چې د انسان مغز ته ورته والی مومي.
(SpiNNaker)کمپیوټر له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې د انسان پر اعصابو د پارکینسن (رېږد) په شان د نیورولوجیکي ناروغیو پر اغېز لا ښه وپوهېږي. د دې پروژې مشر سټیو فوربر وايي،(SpiNNaker) له اوسنیو معمولي کمپیوټرونو سره ډېر توپیر لري او په حقیقت کې دغه کمپیوټر د انسان مغز ته ډېر ورته دی.