د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د يادې پېښې يو ټپي احمد د ښرنې په ولايتي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته ويلي چې امريکايي ځواکونو يې پر کورونو او دکانونو هوايي بريدونه کړي دي.
ده ويلي چې د دغو بريدونو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې په وژل شويو کې درې ښځې او يو ماشوم شامل دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ويلي چې په دې پېښه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې د ښځو په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني ويلي چې بريد پر وسله والو طالبانو شوى، خو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې د پېښې په اړه دوى هم ځينې ادعاوې اورېدلي دي، خو تر اوسه يې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
دوى وايي چې په دې اړه معلومات کوي او وروسته يې بيا له رسنيو سره شريکوي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح مجاهد وايي چې په پېښه کې د پنځو ښځو او دريو ماشومانو په ګډون ٢١ تنه وژل شوي دي.
د يادونې ده چې ګيان د پکتيکا له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.


































