پاکستان او امریکا هڅه کوي په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري ډېره کړي. د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله ایلس ویلز پرون پاکستان ته تللې وه او هلته یې په افغانستان کې د سولې په پروسې کې د همکارۍ په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي. نوموړې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره لیدلي دي. دواړو لورو د افغان سولې تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په سیمه کې پراخ بدلونونه را روان دي او امریکا له پاکستان سره په ګډه د سیمې په سوله او ثبات کې ونډه اخلي.هغه ویلي افغانستان د ټولې سیمې لپاره مهم دی، خو پاکستان هڅه کوي چې تر هر څه وړاندې له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي.


































