په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په یوه ځانګړي راپور کې وايي، د تلې میاشتې پارلماني ټاکني د تېرو څلورو ټاکنو په پرتله ډېرې خونړۍ وې. یوناما وايي، د ټاکنیز تاوتریخوالي او ګواښونو پایله کې ۴۳۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د یوناما راپور وایي، د اکتوبر په شلمه د ټاکنو په ورځ ۵۲ کسان وژل شوي او ۳۷۹ تنه نور ژوبل شوي دي. په دې کې ۱۰۰ تنه ښځې او ماشومان شامل دي. د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي کومه مرګ ژوبله چې دټاکنو اړوند تاوتریخوالي له امله د رایه ورکونکو د نوم لیکنې او کمپاینونو پر مهال ملکې کسانو ته اوښتې له تېرو ټاکنو سره په پرتلیز ډول خورا لوړه ده. د یوناما راپور ښيي چې د طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو له لوري په هغو ښوونځیو چې د رایه د مرکز په توګه ترینه کار اخیستل کیده د توغندیو، لاسی بمونو، هاوانونو او چاودیدونکو توکو بریدونه شوي دي.


































