سرچینه وایي، طالبانو په فراه ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونو کې اته پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې دا بریدونه تېره شپه د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې شوي دي. افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون په یاد ولایت کې د یو برید پر مهال ۲۰ امنیتي سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې له ځان سره بیولي وو. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې له امله یې د امنیتي ځواکونو تلفات هم ډېر شوي دي.



































