په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان حنرال اسټن سکاټ مېلر وایي، افغان جګړه په زور نه ګټل کېږي او سولې ته د رسېدو لپاره باید پر سوله ییزو لارو چارو غور وشي. دا څرګندونې چې امریکایي رسنیو حیرانونکې بللې دي نوموړي له NBC نیوز سره په تازه مرکه کې کړې دي. فارس انګلیسي د نوموړي له قوله ویلي چې افغان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده چې د شاوخوا ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم پای ته نه ده رسېدلې. مېلر پر طالبانو هم غږ کړی چې دوی هم نه شي کولی د جګړې له لارې بریا ته ورسېږي. هغه ویلي ښایي ډېری کسانو ته زما څرګندونې دا پوښتنه پیدا کړي چې ولې؟ خو زه وایم کله چې کومه موضوع سیاسي حل لاره ولري، نو ولې باید له هغې لارې مخکې لاړ شو چې زیان یې ډېر وي. دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د وروستي راپور له مخې، طالبان اوس د تېر په پرتله پر ډېره افغان خاوره کنټرول لري.



































