ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره په ګلخانې ماڼۍ کې کتلي دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ملاتړ کړی او دغه راز یې د افغانستان او ترکمنستان لویې پروژې او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکارۍ د سیمې د امنیت، ثبات او د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره ګټورې بللې دي. هغه زیاته کړې، هېواد یې د سیمه ییزو پروژو په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی. ولسمشر ترکمنستان د افغانستان ښه دوست او شریک وبلل او د لویو پروژو د تحرک او د سیمې د ثبات لپاره یې د ترکمنستان هڅې ګټورې وبللې. ولسمشر زیاته کړې، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد په ګډون د لویو پروژو ګټه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.