چخانسوري وایي، افغان حکومت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د چابهار بندر د برخلیک او له بندیزونو د بچ پاتې کېدو لپاره مذاکرات کول. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري یادې څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د چابهار بندر پر ایران له لګول شویو بندیزونو مستثنی دی. چخانسوري زیاته کړې، دغه بندر نه یواځې افغانستان ته بلکې د سیمې په سوداګریزه پراختیا کې د پام وړ حیاتي ارزښت لري. هغه ویلي چې یاد بندر د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي وده هم مثبت اغېز کوي. د هند په سمندر کې دغه پروژه تېر میلادي کال ناوخته پرانیستل شوه چې ډېره برخه یې د هندوستان هېواد له خوا رغول کېږي. د یادونې ده چې امریکا وایي د ایران پر اقتصاد له لګول شویو بندیزونو د چابهار بندر، د اورګاډي پټلۍ پروژه او افغانستان ته د ایران د تېلو لېږد مستثنی دي.