د حيرتان سوداګريز بندر لسګونه تېل پلورونکي ادعا کوي چې ۲۳ ميليونه امريکايي ډالر يې ورک شوي دي. په بلخ کې د اوبلن ګاز او تېلو پلورونکي چې شمېر يې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي، په حيرتان بندر کې يې د انټر اسيا، دولت زاده ګروپ او حيرتان ترمينل سرويس شرکتونو مخکې د اعتراض خيمې درولې دي. اعتراض کوونکي وایي چې د خپل حق تر لاسه کولو لپاره يې اعتراضونه پیل کړي او څو چې دا مساله روښانه نه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. دوی زیاتوي لسګونه تېل پلورونکو د دولت زاده ګروپ مشر حاجي محمد کريم ته ۲۳ ميليونه ډالر ورکړي چې اوس د بېرته ترلاسه کېدو برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم وايي چې ياده قضيه تر جدي څېړنې لاندې ده او ژر به يې پايلې له رسنيو سره شريکې شي. نوموړي وويل چې د قضيې له روښانتيا او ولايت مقام ته د ټاکل شوي پلاوي له راپور وروسته به تورن کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.