په دغه ناسته کې د ترکمنستان استازیتوب ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادف او ورسره مل پلاوي کاوه. مرادف ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او امنیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي. دواړو لورو همدا راز په دغه لیدنه کې د یو لړ مهمو پروژو پر عملي کولو هم بحثونه کړي دي. دوی د ټاپي پروژې پر چارو او همدا راز د ټاپ پروژې پر مټ د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ترکمنستان د برېښنا د انتقال پر پروژه هم خبرې کړې دي. ترکمنستان ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په بېلو برخو په تېره د بنسټیزو پروژو په عملي کولو او پراختیا کې هېڅ راز همکاري نه سپموي.



































