د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکو وسلې اخيستې او په خپلو سيمو کې يې د داعش وسله والو پر ضد پاڅون کړی دی. دوی وايي، نور اجازه نه ورکوي چې داعش وسله وال د دوی په سيمو کې دولت ضد کړنې ترسره کړي او ورسره به لکه د افغان امنيتي ځواکونو جګړه کوي. دغو ځايي خلکو وړمه ورځ د داعش وسله والو پر ضد وسله پورته کړه او پرون يې عملاً په خپلو لرو پرتو غرنيزو سيمو کې د داعش ضد عمليات پيل کړل. چارواکي وايي، ملي اردو، ملي او سرحدي پو…



































