وسله والو طالبانو په کندوز کې د افغان ځواکونو پر یوه بیس برید کړی دی. د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه په ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه برید کړی دی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د پامیر ۲۰ فرقې ویاند ویلي چې په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو هغه کره شمېره نه ده په ګوته کړې. بل پلو په سیمه کې روغتیايي کارکوونکو رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې پنځلس افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو داسې مهال په کندوز کې برید کړی دی چې څو ورځې وړاندې یې په فراه کې هم د افغان ځواکونو پر یوه نظامي اډه برید کړی و. په پېشه کې د وژل شوو سرتېرو د شمېر په اړه ضد نقیض راپورونه ورکول شوي دي. بل پلو د غزني په جاغوریو ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده. امنیتي سرچینې بیا وايي چې افغان ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي او ډېر ژر به جګړه کابو کړي.





























