د پولنډ وايي، په پولنډ او بالتیک کې په پيل شوو تمریناتو کې د ناټو د لسو غړو هېوادونو ۱۷ نیم زره پوځیانو ګډون کړی دی. د یاد هېواد ددفاع وزارت وايي، د اناکوندا په نوم دا تر ټول لوی پوځي تمرینونه دي چې د دې هېواد ۱۲ نیم زره او د ناټو د نورو غړیو پنځه زره پوځیان د بالتیک د بحیرې غاړې په درې هېوادونو، استونیا، لاتوایا او لیتوانیا پکې ګډون کړی دی. دفاع وزارت ویلي چې په دغو تمرینونو کې جزوتامونو له یو بل سره د همکارۍ کولو روزنه ورکول کېږي.





























