د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نازيانو ولسوال قاضي طارق وايي، افغان ګډو ځواکونو له پاڅونوالو سره يو ځاى د داعش پر ضد عمليات پيل کړي او اوس هم روان دي. هغه زياته کړه چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په مورچل سيمه کې کومه پېښه شوې، خو دا چې دا سيمه ډېره لرې ده، دى يې په اړه معلومات نه لري. خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې چې د نوم نه ښودو په شرطو ویلي، چې امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال په تېروتنې پر دولتي ځواکونو هوايي بريد کړى دى. سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه د ملي اردو سرتېري او درې پاڅونوال وژل شوي دي. د يادونې ده، دوه ورځې مخکې په نازيانو ولسوالۍ کې شاوخوا ٥٠٠ کسانو د داعش پر ضد پاڅون کړى او له دولتي ځواکونو سره په ګډه يې د هغوى پر ضد عمليات پيل کړي دي.



































