د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه پیاوړي کړي. د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي. د نوموړي په وينا، که په افغانستان کې د ناټو پاتې کېدل يو ډول له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهمه ده. د ناټو سرمنشي وايي، که چېرې افغانستان کې پاتې نه شي، نو نړيوال ترهګر به په افغانستان کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت به له ګواښ سره مخ کړي. دى وايي، باوري دی چې له افغانستانه وتل ورته په دغه هېواد کې له اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي.



































