د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير وويل چې د وسله والو طالبانو سرې قطعې پرون له غرمې وروسته د خواجه غار ولسوالۍ د چارتراش سيمه کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد کړی چې په پایله کې یې د ملي اردو ١٤ سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. بشير وايي چې د پوليسو په ګډون تازه امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او وسله وال طالبان يې په شا تنبولي دي. هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې تر ٢٠ پورې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.



































