د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډې ته یو پلاوی لېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه تر سره کېدونکې غونډې ته یو پلاوی لېږي او دا پرېکړه یې له افغان حکومت سره تر مشورې وروسته کړې ده. هغه ویلي چې دا پلاوی به په روسیه کې له خپل سفارته غوره کړي. نوموړي زیاته کړې، امریکا به له هغو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي چې هڅه کوي افغان کشالې ته له سوله ییزو لارو چارو د حل لاره لټوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي دوی په مسکو غونډه کې ګډون نه کوي او د سولې شورا به د یو خپلواک بنسټ په توګه په یاده ناسته کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم منلې یو پلاوی به یې په دې ناسته کې ګډون وکړي.



































