د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، افغان خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې مخ په خلاصېدو دي. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۹۰ سلنه تخنیکي او حقوقي کارونه بشپړ شوي دي. د هغه په خبره، ډېر ژر به د دې پروژې د تېرولو عملي چارې هم پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې د نقشې له مخې په پنځو ولایتونو کې هوایي، جیوتخنیکي، محیطي او ټولنیزې سروې د پلي کېدو په حال کې دي چې ډېر ژر به خلاصې شي. د یادونې ده چې د ټاپي پروژه د روان کال د فبروري میاشت کې د افغاني، ترکمنستاني، پاکستاني او هندي چارواکي له خوا هرات کې پرانیستل شوه. ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته ولېږدوي.