زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه ۱۲ ورځنی سفر پيلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سر له سبا د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې، افغانستان، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان ته سفرونه پيلوي. د سرچینې په وینا زلمی خلیلزاد به یو ځل بیا په دې سفر کې له طالب استازو، افغان حکومت او نورو اړوند لورو سره لیدنې کتنې ولري. ددغه وزارت خبرپاڼه وايي چې امریکا په تېرو لیدنو کې له طالبانو غوښتي وو، چې د سولې لپاره خپل پلاوی وګوماري، د اوربند په اړه خپله پرېکړه وکړي او د خبرو د راتلونکو پړاونو په اړه خپل پلانونه جوړ کړي. سرچینه وایي چې د افغان سولې په اړه به دغه لیدنې روانې وي او امریکا به هڅه وکړي چې د افغان جګړې د ختمولو لپاره سیاسي حللاره پیدا کړي.



































