د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان د سولې له پروسې د سیمې د هېوادونو ملاتړ مهم دی او ددوی له همکارۍ پرته دلته سوله نه شي راتللی. ددغه وزارت ویاند همدا راز ویلي چې د پاکستان د حکومت لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او ژمنه کوي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې همکاري وکړي. هند هم دغه غونډې ته یو پلاوی لېږلی دی، خو دغه پلاوی حکومتي پلاوی نه دی او ګډونکوونکي کسان د هند د حکومت رسمي کارکوونکي نه دي. امریکا هم د څارونکي په توګه په دې غونډه کې برخه اخلي. غونډه به نن په مسکو کې جوړه شي چې د افغان د حکومت پلاوی نه دی ورغلی خو د سولې شورا یوه پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.



































